# د ډاکټر سید کمال خرازي د شهادت په اړه پیغام

- سید مجتبی حسیني خامنه‌يي
- د خپرېدو نېټه: 18 اپرېل 2026 (2026-04-18)
- URL: https://mojtabakhamenei.world/ps/messages/condolences-death-seyyed-kamal-kharrazi/
- Persian original: https://mojtabakhamenei.world/fa/messages/condolences-death-seyyed-kamal-kharrazi/

بسم الله الرّحمن الرّحیم
د لوی بخښونکي او ډېر مهربان الله په نامه

د علم او فرهنګ د ډګر د برجسته استاد او د بهرني سیاست د ډګر د تجربه لرونکي شخصیت جناب ښاغلي ډاکټر سید کمال خرازي د شهادت خبر د پوهنتوني ټولنې، د پوهنتون استادانو او د اسلامي جمهوریت نظام د سیاسي چارواکو لپاره د ویاړ سند، او په مقابل لوري کې د امریکایي-صهیونیستي مستکبرینو او د ایران د علم، فرهنګ او تمدن د دښمنانو د رذالت شرمناک سند دی.

هغه د خپل عمر ډېر کلونه په بېلابېلو فرهنګي او تبلیغاتي ډګرونو کې په خدمت او د بهرنیو چارو د وزارت په مسؤلیت کې تېر کړل، او د شناختي علومو په نویو برخو کې د فعالیت ترڅنګ یې د بهرنیو اړیکو په ستراتېژیکه شورا کې هم رول لوباوه.

زه د هغه خدمتګار شخصیت او د هغه د ګرانې مېرمنې شهادت ټولو خلکو، پوهنتوني ټولنې، د دې استاد مینه والو او زده کوونکو، او همدارنګه د خرازي درنې کورنۍ، په ځانګړې توګه جناب آیت الله سید محسن خرازي ته تسلیت او مبارکي وایم، او له لوی خدای څخه د هغوی لپاره د درجو لوړوالی غواړم.

سید مجتبی حسیني خامنه‌يي
۲۱/فروردین/۱۴۰۵
