# د انقلاب د عظیم الشأن قائد د شهادت د څلوېښتمې ورځې په مناسبت او د درېیمې تحمیلي جګړې د مهمو مسایلو په اړه پیغام

- سید مجتبی حسیني خامنه‌يي
- د خپرېدو نېټه: 9 اپرېل 2026 (2026-04-09)
- URL: https://mojtabakhamenei.world/ps/messages/message-fortieth-day-former-leader-death-third-imposed-war/
- Persian original: https://mojtabakhamenei.world/fa/messages/message-fortieth-day-former-leader-death-third-imposed-war/

بسم الله الرّحمن الرّحیم
د لوی بخښونکي او ډېر مهربان الله په نامه

اِنّا فَتَحْنا لَکَ فَتْحاً مُبیناً لِیَغْفِرَ لَکَ اللهُ ما تَقَدَّمَ مِن ذَنبِکَ وَ ما تَأَخَّرَ وَ یُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَیْکَ وَ یَهْدِیَکَ صِراطاً مُستقیماً وَ یَنصُرَکَ اللهُ نَصْراً عَزیزاً.
بې‌شکه موږ تا ته ښکاره بریا درکړه، تر څو الله ستا مخکیني او وروستني ګناهونه دې وبښي، خپل نعمت دې درباندې پوره کړي، په سمه لار دې دې برابر کړي، او الله دې تا ته زوروره مرسته درکړي. (الفتح ۴۸: ۱–۳)

د اسلام او ایران د دښمنانو له سترو جنایتونو څخه د یوه، او د دې ملت په تاریخ کې له درنو عمومي غمونو څخه د یوه له پېښېدو څلوېښت ورځې تېرېږي؛ د اسلامي انقلاب د عظیم الشأن رهبر، د ایران د ملت د پلار، د اسلامي امت د زعیم او په اوسني عصر کې د حق غوښتونکو د پیشوا، د ایران او مقاومت جبهې د شهیدانو د سردار، لوی خامنه‌يي قَدَّس‌الله نَفسَهُ‌ الزَّکیَّه (الله دې د هغه پاک روح سپېڅلی کړي) د زړه سوي شهادت غم.

څلوېښت ورځې کېږي چې زموږ د شهید رهبر لوړ روح د الهي قرب په ګاونډ کې د اولیاوو، صدیقینو او شهیدانو د مېلمستیا مېلمه شوی دی، او ورسره په یو وخت یا له هغه وروسته، د اسلام د ملګرو، قوماندانانو او مجاهدینو، او مظلومو هېوادوالو یوه لویه ډله، له څو ورځنیو نوو زېږېدلو ماشومانو نیولې تر سپین‌ږیرو پورې، هم دې ستر فیض ته رسېدلي دي.

څلوېښت شپې او ورځې کېږي چې لوی خدای د دې امت پیشوا خپل میقات ته رابللی دی؛ خو دا ځل، د هغه څه پر خلاف چې د کلیم الله (موسی علیه السلام) په زمانه کې پېښ شول، د شهید رهبر یاران او امت یې د حق د قایمولو او له باطل سره د مقابلې لپاره راپاڅېدل، د ټینګو غرونو په څېر د سامري او د هغه د خوسي پر وړاندې ودرېدل، او د اورینو لاوو په څېر د تېري کوونکو او فرعونانو پر سر راپرېوتل.

څلوېښت شپې او ورځې کېږي چې د نړۍ مستکبرینو د دوکې او درواغو نقابونه له مخه لرې کړي او د وژنې او ظلم، تېري او درواغو، فرعونیت او ماشوم‌وژنې، او استبداد او فساد کرکجنه او شیطاني څېره یې ښکاره کړې ده.

خو په مقابل کې، څلوېښت ورځې او شپې کېږي چې د لوی خمیني او ګران شهید خامنه‌يي غیرتمن زامن او د محمدي (صلی الله علیه وآله وسلم) سوچه اسلام پیروان په بې‌ساري هڅې او زړورتیا سره په میدانونو، سړکونو او د جګړې په سنګرونو کې حاضر دي، او د دښمن د وحشیانه یرغل د زیانونو او تاوانونو سره سره یې درېیمه تحمیلي جګړه د درېیم سپېڅلي دفاع د حماسې په ډګر بدله کړې ده. د ایران پوه او هوښیار ملت که څه هم وښوده چې د خپل شهید پیشوا د بېلتون په ستر غم کې غمجن دی، خو د حسیني عاشورا د بې‌واسطې میراث‌وړونکو په پیروۍ یې له دې غمه حماسه او له وېر څخه رجز جوړ کړ. او دې ټولو تر غاښونو وسله‌وال دښمن حیرانتیا او بې‌وسۍ ته اچولی، او د نړۍ ازادګان یې ستاینې ته اړ کړي دي. دا ځل د مستکبرینو جهالت او ناپوهي دې ته لامل شوه چې د ۱۴۰۴ کال اسفند د ایران او اسلامي انقلاب د نوم د ځواکمنېدو او راپورته کېدو د نوي فصل پیل شي، او د اسلامي ایران بیرغ نه یوازې زموږ د هېواد په خاورینه جغرافیه کې، بلکې د نړۍ د حق غوښتونکو د زړونو په ژورو کې ورپېږي.

دا مناسبت ښه فرصت دی چې په لنډه توګه د عظیم الشأن رهبر یوه پېژندنه وړاندې شي. خبره د داسې یو سړي ده چې څومره مشهور و، هغومره ونه پېژندل شو. ټول پوهېږي چې زموږ شهید قائد یو زمان‌پېژندونکی او بصیر فقیه، نه ستړی کېدونکی مجاهد، د غره په څېر ټینګ او کلک، عامل او رباني عالم، د ذکر، تهجد او د ربوبي درګاه ته د زارۍ خاوند، او د معصومینو سپېڅلو ذواتو (صلوات الله وسلامه علیهم اجمعین) ته متوسل، او د زړه له کومې په الهي ژمنو مؤمن و. د هغه له نورو ځانګړتیاوو څخه ایران‌پالنه او د ګران ایران د لا زیاتې خپلواکۍ لپاره دوامداره هڅه وه، چې ورسره یې د کلمې پر یووالي او ملي همغږۍ ټینګار کاوه. هغه خپل ټول عمر د اسلامي نظام د جوړولو او د هغه د ټینګښت او بقا په هڅه کې تېر کړ، او په عین حال کې د هغه په نظر بې له خلکو اسلامي جمهوریت بې‌مانا ښکارېده. د اقتدار او صلابت ترڅنګ یې په فکر او د چارو په لیدلوري کې له ظرافت څخه پوره برخه درلوده. د هېواد ظرفیتونو ته، په ځانګړې توګه ځوانانو ته، یې ځانګړې پاملرنه کوله. علم او ټکنالوژۍ او د هغو په سیوري کې پرمختګ ته یې ارزښت ورکاوه. د شهیدانو، جانبازانو (معلولینو) او ګرانو ایثارګرانو درنو کورنیو ته یې ځانګړی درناوی درلود. په بېلابېلو برخو کې یې ګرانبیه او راټولې شوې تجربې درلودې چې ځینې یې څو لسیزو ته رسېدې، او ډېرې نورې ځانګړتیاوې یې درلودې چې اوږد لېست جوړوي. په دې ورځو کې په ځینو رسنیو کې په پرله‌پسې ډول د هغه د هنر، هنرپېژندنې او هنرپالنې خبره کېږي. دا عنصر سره له دې چې یوازې په خپله د یو چا شخصیت ته ډېر ارزښت ورکولی شي، او بې‌شکه زموږ په ګران رهبر کې په رښتیني مانا او په لوړه کچه موجود و، د هغه د وجود له نورو عناصرو او امتیازاتو سره په پرتله کوچنی ښکاري. زه په شخصي توګه د هغه ډېر هنرونه پېژنم: د هغه یو ستر هنر چې لږ پاملرنه ورته کېږي، د خلکو د پراخو ډلو او ټولنیزو ګروپونو د افکارو، روحیاتو او عواطفو د جوړولو له لارې د ټولنې د روزنې او پالنې هنر و.

د هغه بل هنر هدفمنده بنسټ‌جوړونه وه چې په ځانګړې توګه یې د خپل زعامت او رهبرۍ د دورې په لومړنیو کلونو کې لرو افقونو ته په پام سره ترسره کړه.

د هغه بل هنر د هېواد د نظامي جوړښت ځواکمنول و چې د ایران ملت په دوو وروستیو تحمیلي جګړو کې د هغه له مثبتو اغېزو خبر او ګټه‌من شو. همدارنګه په بېلابېلو برخو کې، لکه علمي، ستراتېژیکو او پالیسي جوړونې کې، د نوښت او ابتکار ځواک د هغه له نورو هنرونو څخه و چې یوه برخه یې د نظام د کلي سیاستونو په تدوین کې منعکسه ده. او همدارنګه په خپل وخت د داسې نوښتګرو لغتونو او ترکیبونو د جوړولو له لارې د ماناوو د پیدا کولو ځواک، چې هر یو یې د ماناوو یوه لویه ټولګه پیدا او لېږدوله او له هغو څخه عمومي ګفتمان جوړېده. او له دې جملې، هغه هنر چې په سختیو، ازموینو او ابتلاګانو کې د هغه د لوړ روح د صیقل کېدو او د حق په لاره کې د صبر او استقامت له امله ترلاسه شوی و، د لرو پېښو د وړاندوینې هنر و، چې اَلمُؤمِنُ یَنْظُرُ بِنورِ الله (مؤمن د الله په نور ګوري). او نور هنرونه چې په دې لنډه لیکنه کې یې شمېرل ممکن نه دي.

د دې ټولو هنرونو او امتیازاتو سرچینه بې له خاصو الهي عنایتونو او زموږ د سردار او د هغه د پاکو پلرونو (صلوات الله علیهم اجمعین) له ځانګړې پاملرنې پرته بل څه نه وه. ښایي هغه څه چې دا عنایتونه او پاملرنې یې د هغه بزرګوار لور ته راجلب کړې، د حق د کلمې د لوړولو په لار کې د هغه په نه ستړې کېدونکې او مخلصانه هڅه او مجاهدت کې لنډ کړای شي. خو په ځانګړې توګه، د پهلوي حکومت له خاین دستګاه سره د مبارزې له سختیو پرته، هغه د دندې د ترسره کولو په لاره کې له یو بل ځانګړي فرصت څخه ډېره ګټه پورته کړه چې عام خلک معمولاً ترې خبر نه دي. داسې مقدر شوې وه چې دا ځوان سید، چې په کلکه د علم لېوال او البته د عمل غوښتونکی و، په هغه وخت کې چې بزرګوار پلار یې د ړندېدو له خطر سره مخ و، د لوړ مقام لرونکو استادانو په محضر کې د کلونو زنګون وهلو وروسته، په قم کې د علمي پرمختګ او راتلونکې جوړونې ټولې ظاهري زمینې پرېږدي او په الهي فضل باور سره ځان پلار ته وقف کړي. د دې ایثار په پایله کې الهي فضل داسې ښکاره شو چې ناڅاپه سید علي خامنه‌يي له دېرشو کلونو مخکې عمر کې د لمر په څېر له خراسانه راوخوت، ډېر ژر د فکري او مبارزاتي ستنو له جملې څخه وګڼل شو، او په عین وخت کې یې په متداولو علومو کې هم د پام وړ پرمختګونه وکړل؛ تر دې چې د (لمریز) پنځوسمې لسیزې په کلونو کې ساواک هغه «د خراسان خمیني» باله. باید پر دې ټکي ټینګار وکړم چې د هغه بزرګوار د باطني او ظاهري ودې دا بهیر په وروستیو پړاوونو کې هم دوام وموند. اوس د سترو شخصیتونو، په ځانګړې توګه د داسې یو شخصیت، له چلند څخه د درس اخیستو په مقام کې، ډېره بجا ده چې د یو بل لپاره دا مخلصانه خیرخواهي او مواسات خپله لاره وګرځوو، ځکه دا ځانګړتیا، او ورسره د الله پراخ رحمت ته سترګې نیول، د هغه چا ترمنځ چې د حق تر بیرغ لاندې ولاړ دی او د هغو کسانو ترمنځ چې د باطل د بیرغ شاوخوا راټول شوي، مهم توپیر دی. بې‌شکه د داسې لارې تعقیب به د اسمان دروازې پرانیزي او ډول ډول الهي او غیبي مرستې به راښکته کړي؛ د رحمت له باران نیولې د دښمن پر وړاندې تر بریا او حتی تر علمي او ټکنالوژیکي پرمختګونو پورې.

په دې ورځو کې په پرله‌پسې ډول اورېدل کېږي چې د ګرانو خلکو بېلابېلې ډلې په حقه او په ارمان سره له هغه یوازیني دوران څخه یادونه کوي، او ورو ورو د هغه د لوړ شخصیت د ځلانده ګوهر لا ډېر اړخونه ښکاره کېږي. همدارنګه د هغه جناب د ځینو ځانګړو کړنو د پیروۍ دود ورو ورو عام کېږي؛ له دې جملې زموږ ګرانو خلکو د شهادت پر مهال د هغه جناب له کلک موټي څخه ډېر درسونه زده کړل، او اوس همدا کلک موټی د ځینو لپاره د عقیدې یو ډول ګډ سمبول ګرځېدلی دی. په همدې توګه یو ځل بیا ثابتېږي چې د شهید اغېز له ژوندي حاضر انسان څخه ډېر دی، او د توحید، حق غوښتنې او له ظلم او تباهۍ سره د مبارزې په بلنه کې د هغه رسا غږ د هغه د ژوند له دورې ډېر انګازه لرونکی او پیغام یې ډېر نافذ دی، او همدارنګه د دې لوی قدر شهید د زړه هیله، چې د دې ملت او نورو مسلمانو ملتونو نېکمرغي وه، له پخوا څخه واقعیت ته نږدې شوې ده.

هېوادوالو وروڼو او خویندو! نن او د درېیم سپېڅلي دفاع د حماسې تر دې ټکي پورې، په زړورتیا سره ویلی شو چې تاسو، د ایران اتل ملت، د دې میدان قطعي بریالي یاست.

نن د یو ستر ځواک په توګه د اسلامي جمهوریت د راڅرګندېدو سپېده‌داغ او د استکبار په کمزورۍ کې ځوړ ته تلل د ټولو سترګو ته ښکاره شوي دي. دا بې‌شکه یو الهي نعمت دی چې زموږ د شهید رهبر، د نورو ګلګون‌کفنو شهیدانو، مظلومو هېوادوالو او د میناب د «شجره طیبه» ښوونځي د رژېدلو ګلانو د وینې په برکت، او د ربوبي درګاه ته د ملت د وګړو د توسلونو او زاریو، او په میدانونو، محلو او جوماتونو کې د هغوی د مجاهدانه حضور په پایله کې، او په سپاه، اردو، فراجا (انتظامي ځواک)، ګمنامو سرتېرو او پوله‌ساتو کې د اسلام د سر په لاس مجاهدینو د بې‌دریغه، بې‌منته او مخلصانه سرښندنو له امله د ایران ملت ته ورکړل شوی دی. دا نعمت هم د هر بل نعمت په څېر باید شکر یې ادا شي تر څو پاتې شي او وده وکړي، چې لَئن شَکَرتُم لَأزیدَنَّکُم (که شکر وباسئ، خامخا به تاسو ته زیات درکړم). د دې نعمت عملي شکر د قوي ایران د ترلاسه کولو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅه ده.

هغه څه چې په اوسني پړاو کې د شهید رهبر دې شعار او ستراتېژیک هدف ته د رسېدو لپاره ضروري ښکاري، زموږ د ګرانو خلکو د حضور دوام دی، لکه د هغو څلوېښتو ورځو په څېر چې شاته یې پرېښودې. دا حضور د هغه منزلت یوه مهمه ستنه ده چې اوس مقتدر ایران پکې ځای پر ځای شوی دی.

نو له دښمن سره د خبرو اترو د پرېکړې په اعلان سره باید داسې فکر ونه شي چې په سړکونو کې حضور ته اړتیا نشته. بلکې که فرضاً د ضرورت له مخې د نظامي جګړې د ډګر د چوپتیا دوره رارسېدلې وي، د هغو خلکو دنده چې په میدانونو، محلو او جوماتونو کې د حضور امکان لري، له پخوا څخه درنه ښکاري. بې‌شکه په میدانونو کې ستاسو چیغې د خبرو اترو په پایله اغېز لري؛ لکه څنګه چې د «ایران ته سرښندنه» (جان‌فدا برای ایران) کمپاین حیرانوونکې او مخ په زیاتېدونکې ملیوني شمېره هم په دې برخه کې له اغېزمنو عناصرو څخه ده. د الله تبارک وتعالی په اذن، د دې رول لوبولو او د هغه د دوام په پایله کې، هغه لیدلوری چې د ایران د ملت مخې ته پروت دی، د هغوی لپاره د یوې شاندارې، ځلانده او له عزت، سرلوړۍ او بډایتوب ډکې دورې د راڅرګندېدو زېری ورکوي. زموږ شهید رهبر چې کله رهبري په غاړه واخیسته، د اسلامي جمهوریت نظام د یوه نیالګي په څېر و چې د اسلام او ایران د دښمنانو ډېر ټپونه پرې لګېدلي وو، او البته ټول یې په ښه توګه زغملي وو. خو کله چې یې له نږدې ۳۷ کلونو وروسته د امت د زعامت کرسۍ پرېښوده، داسې یوه شجره طیبه (پاکه ونه) یې له ځانه پاتې کړه چې ریښې یې ټینګې دي او ښاخونو او پاڼو یې د سیمې او نړۍ پر مهمو برخو سیوری غوړولی دی. د «تر ټولو قوي ایران» د ترلاسه کولو لیدلوری د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ترمنځ د یووالي له لارې تېرېږي، چې هغه به پرې په پرله‌پسې ډول ټینګار کاوه. د دې یووالي د پام وړ برخه په دې څلوېښتو ورځو کې تحقق وموند: د خلکو زړونه یو بل ته نږدې شول، د بېلابېلو لیدلورو لرونکو قشرونو ترمنځ کنګل په ویلې کېدو پیل وکړ، ټول د وطن تر بیرغ لاندې راټول شول، او ورځ تر بلې د دې ټولګې شمېر او کیفیت زیاتېږي. ډېری هغه کسان چې لا تر اوسه یې دا ډول حضور نه دی موندلی، په زړه کې په میدانونو کې له حاضرو ګڼو خلکو سره ملګري او همغږي دي.

په دې ورځو کې ډېر خلک لرو افقونو ته په سترګو نیولو سره تمدني لید تجربه کوي، او د ځان لپاره نه خیالي، بلکې د اوسنیو او راتلونکو واقعیتونو پر بنسټ یو انځور جوړوي. دا هغه ځانګړتیا ده چې تر لږ وخت مخکې یوازې په یوې کوچنۍ ډلې کې لیدل کېده چې شهید رهبر یې په سر کې و. په همدې توګه هر لیدونکی د دې ملت چټکه او معجزه‌ډوله وده درک کوي، او بې‌ځایه نه ده چې په دې ورځو کې د دوران نامتو حکیم او لوړ مقام فقیه کله چې له تاسو سره د دې شأن په اړه خبرې کوي، څو ځله د ستوني غوټه د هغه د خبرو مخه نیسي.

په همدې فرصت کې د ایران سهیلي ګاونډیانو ته وایم چې تاسو د یوې معجزې د لیدو په حال کې یاست. نو سم وګورئ، سم یې درک کړئ، په سم ځای کې ودرېږئ، او د شیطانانو درواغجنو ژمنو ته بدګمانه اوسئ. موږ لا هم ستاسو له لوري د یوه مناسب غبرګون په تمه یو، تر څو تاسو ته خپل ورورولي او خیرخواهي وښیو. دا کار نه ترسره کېږي مګر دا چې تاسو له هغو مستکبرینو مخ واړوئ چې ستاسو د سپکاوي او استثمار لپاره هېڅ فرصت له لاسه نه ورکوي. دا باید ټول پوه شي چې د الله تعالی په اذن موږ به خامخا هغه تبهکار تېري کوونکي چې زموږ پر هېواد یې برید وکړ، پرې نه ږدو. خامخا به د هر یوه اوښتي زیان تاوان، د شهیدانو خون‌بها او د دې جګړې د جانبازانو دیت وغواړو، او خامخا به د هرمز تنګي مدیریت یو نوي پړاو ته ننباسو. موږ د جګړې غوښتونکي نه وو او نه یو، خو په هېڅ ډول له خپلو حقه حقونو لاس نه اخلو، او په دې لاره کې د مقاومت ټوله جبهه په یوموټي ډول په پام کې لرو.

په دې پړاو کې، تر هغه وخته چې هغه څه ته ورسېږو چې زموږ حق دي، لومړی دا چې د ملت ټول وګړي دې هڅه وکړي چې د یو بل خیال وساتي، تر څو د هغو کمښتونو له امله چې د هرې جګړې طبیعي اغېز دی، پر بېلابېلو قشرونو لږ فشار راشي. البته دا کمښتونه، چې ځینې یې ستاسو په مقابل جبهه کې ډېر زیات شته، ستاسو د وروڼو او خویندو په دولت او نورو بنسټونو کې د هڅو په برکت تر ډېره بریده مدیریت شوي دي.

دویم دا چې د هغو رسنیو پر وړاندې چې د دښمن تر ملاتړ لاندې دي یا ورسره همغږې دي، د خپلو غوږونو ساتنه، چې د مغزو او زړه کړکۍ دي، یو اړین کار دی. بې‌شکه هغه رسنۍ د ایران د هېواد او ملت خیرخواهې نه دي او دا مانا څو ځله ثابته شوې ده. نو یا باید په بنسټیزه توګه له هغو سره مخامخ کېدل او ګټه اخیستل پرېږدو، یا لږ تر لږه له هر هغه څه سره چې وړاندې یې کوي، په ډېرې بدګمانۍ چلند وکړو.

درېیم دا چې ګران ملت که څه هم د خپل عظیم الشأن رهبر د شهادت د رسمي وېر د مودې په پای ته رسېدو سره د وېر جامې له تنه باسي، خو د هغه او د دویمې او درېیمې تحمیلي جګړې د ټولو شهیدانو د پاکې وینې د غچ اخیستو کلک هوډ په خپل روح او زړه کې ژوندی ساتي، او تل به د هغه د تحقق په تمه وي.

په پای کې زموږ سردار (عجل الله تعالی فرجه الشریف) ته عرض کوم چې موږ په لوی خدای د ایمان، معصومو امامانو (صلوات الله وسلامه علیهم) ته د توسل او د خپل شهید رهبر په پیروۍ، ستاسو د جناب تر بیرغ لاندې او د کفر او استکبار د جبهې پر وړاندې ولاړ یو، او په دې لاره کې مو له بېلابېلو طبقو څخه ګرانبیه شهیدان د هېواد د عزت او خپلواکۍ او د اسلام او اسلامي انقلاب د لوړتیا په لاره کې وړاندې کړي دي، او نور زیانونه مو هم لیدلي دي. اوس په ټول وجود سره مو د دښمن پر وړاندې د قاطعې بریا لپاره، که د خبرو اترو په ډګر کې وي او که د جګړې په میدان کې، ستاسو د حضرت ځانګړې دعا ته زړه تړلی دی، او هیله لرو چې هر څومره ژر، هم موږ او هم زموږ دښمنان د هغې معجزه‌ډوله اغېز وګورو، ان شاء الله.

والسّلام علیکم و رحمةالله و برکاته
په تاسو دې سلام، د الله رحمت او برکتونه وي.
سید مجتبی حسیني خامنه‌يي
۲۰/فروردین/۱۴۰۵
