# د اطلاعاتو د وزیر حجت الاسلام سید اسماعیل خطیب د شهادت په تړاو محترم ولسمشر ته پیغام

- سید مجتبی حسیني خامنه‌يي
- د خپرېدو نېټه: 20 مارچ 2026 (2026-03-20)
- URL: https://mojtabakhamenei.world/ps/messages/message-president-death-intelligence-minister-esmail-khatib/
- Persian original: https://mojtabakhamenei.world/fa/messages/message-president-death-intelligence-minister-esmail-khatib/

بسم الله الرّحمن الرّحیم
د لوی بخښونکي او ډېر مهربان الله په نوم

محترم ولسمشر، جناب ښاغلي پزشکیان، دامَت‌حِفاظَتُه و زیدَ عِزُّه (الله دې یې خوندي وساتي او عزت دې یې زیات کړي)

بعدَ التّحیه والسلام (له درود او سلام وروسته)؛ په دې وسیله د اطلاعاتو د هڅاند وزیر او د سابقه‌دار نامعلوم جانباز، حجت الاسلام سید اسماعیل خطیب (رضوان الله تعالی علیه) شهادت تاسو، محترم کابینې، د اطلاعاتو په وزارت کې ستاسو همکارانو او په ځانګړي ډول د هغه بزرګوار کورنۍ ته مبارکي او تسلیت وایم.

بې له شکه د هغه تش ځای باید د دې حساس وزارت د نورو چارواکو او کارکوونکو په دوه چنده هڅو جبران شي، او امنیت له کورنیو او بهرنیو دښمنانو څخه سلب او عامو هېوادوالو ته ورکړل شي. له مهربان خدای څخه ستاسو او نورو همکارانو بقا او د هغه ګران شهید لپاره د مقام لوړوالی غواړم.

سید مجتبی حسیني خامنه‌يي
