د اسلامي انقلاب د رهبر له لوري د انقلاب د شهید رهبر او د هغه د کورنۍ د شهیدانو د یادونې مراسم جوړېږي
دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن
زموږ د عظیم الشأن شهید رهبر (اعلی الله مقامه الشریف) د یادونې مراسم به د اسلامي انقلاب د رهبر حضرت آیت الله سید مجتبی خامنهيي له لوري، له نن شپې څخه د درېیو شپو لپاره، د ماښام او ماخستن د جماعت له لمانځه وروسته، د مطهر رضوي حرم په پیغمبر اعظم (صلوات الله علیه وآله) انګړ کې جوړ شي.
همدارنګه د امت د شهید حضرت آیت الله العظمی امام سید علي خامنهيي (قدس الله نفسه الزکیه) د ختم مجلس به د اسلامي انقلاب د رهبر له لوري نن جمعه، ۱۹ تیر، د ماښام او ماخستن له لمانځه سمدستي وروسته، د حضرت فاطمه معصومې (سلام الله علیها) په مطهر حرم کې، د امام خمیني (رحمه الله علیه) په شبستان کې، د حجت الاسلام والمسلمین سید علي خمیني (دامت توفیقاته) په وینا جوړ شي.
په دې درېیو شپو کې د ټول هېواد په میدانونو، جوماتونو، امامزادګانو او حسینیو کې هم د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د یادونې لپاره پراخ مراسم جوړېږي.