د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د سیاسي سلاکار په توګه د ښاغلي ډاکټر محمد باقر ذوالقدر ټاکل
دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن
بسم الله الرحمن الرحیم
د لوی بخښونکي او ډېر مهربان الله په نامه
ګران ورور جناب ښاغلی ډاکټر محمد باقر ذوالقدر
ستاسو ارزښتناکو تجربو ته په پام، په دې وسیله تاسو د خپل سیاسي سلاکار په توګه ګمارم. هیله لرم چې د دې مسؤلیت په ترسره کولو او د اسلامي انقلاب د ارمانونو په پرمخ وړلو کې، زموږ د سردار حضرت بقیة الله الاعظم (عجل الله تعالی فرجه الشریف) تر پاملرنې لاندې بریالي او تایید شوي اوسئ.
سید مجتبی خامنهيي