د ملي امنیت په عالي شورا کې د انقلاب د رهبر د استازي په توګه د ښاغلي ډاکټر محسن رضايي ټاکل کېدل
دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن
بسم الله الرحمن الرحیم
د لوی بخښونکي او ډېر مهربان الله په نوم
ګران ورور جناب ښاغلی ډاکټر محسن رضايي
ستاسو ارزښتناکو تجربو ته په پام سره، په دې وسیله تاسو، چې د اته کلنې سپېڅلې دفاع د ویاړلې دورې له مخکښانو څخه یاست، د ملي امنیت په عالي شورا کې د خپل استازي په توګه ټاکم. هیله لرم چې د دې مهم مسؤلیت په ترسره کولو کې بشپړ بریالیتوب ترلاسه کړئ.
همداراز د ګران ورور جناب ښاغلي ډاکټر محمد باقر ذوالقدر له شپې او ورځې هڅو څخه مننه کېږي.
ان شاء الله چې زموږ د سرور حضرت بقیة الله الاعظم (عجل الله تعالی فرجه الشریف) تر پاملرنې لاندې تل د ایران د سرلوړي ملت لپاره یو مجاهد سرتېری اوسئ.
سید مجتبی خامنهيي