د «مجاهد شهید امام د خونین عروج د کلیزې» کمېټه جوړه شوه
دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن
د مجاهد شهید امام حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنهيي د فکر او آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر مشر حجت الاسلام والمسلمین سید محسن خامنهيي په حکم، د «مجاهد شهید امام د خونین عروج د کلیزې» کمېټه جوړه شوه او غړي یې وټاکل شول.
د دې کمېټې د ټاکل شویو غړو له جملې څخه د جمهور رئیس لومړی مرستیال ډاکټر محمد رضا عارف، د آستان قدس رضوي متولي حجت الاسلام والمسلمین مروي، د مستضعفینو د بسیج سازمان مشر حجت الاسلام والمسلمین طائب، د انقلاب د معظم رهبر سلاکار ډاکټر غلامعلي حداد عادل، د هېواد د جمعې د امامانو د پالیسۍ جوړونې شورا مشر حجت الاسلام والمسلمین حاج علي اکبري او د تهران ښاروال ډاکټر علي رضا زاکاني یادولای شو.
دا کمېټه به د ۹ اسفند په ورځو کې د اسلامي انقلاب د رهبر د شهادت د کلیزې پروګرامونه په ملي او نړیواله کچه تعقیبوي.
په دې حکم کې د مجاهد شهید امام د فکر او عمل تبیین، د هغه د شخصیت د اړخونو انځورول او د هغه الهي رهبر د لارې او پیغام د غځولو په موخه د «مجاهد شهید امام د مکتب» په اړه د پوهاوي لوړول د کمېټې له دندو څخه ښودل شوي دي. همداراز د ملت او امت د بعثت د روحیې پیاوړتیا او د ملي او اسلامي یووالي ژورتیا ته ټینګار شوی دی.
د نړیوالو مخاطبانو پراخوالي او تنوع ته پاملرنه، خلکي فعالیتونو ته اهتمام او د فرهنګي، هنري، سیاسي او ټولنیزو پروګرامونو طرحه او پلي کول د دې حکم نور محورونه دي. له تشریفاتي کارونو او بېځایه لګښتونو څخه جدي ډډه کولو ته هم ټینګار شوی دی.
د انقلاب د شهید رهبر د شهادت د کلیزې د کمېټې د غړو د ټاکلو د حکم بشپړ متن په لاندې ډول دی:
بسم الله الرّحمن الرّحیم
په نامه د الله چې ډېر مهربان، بې حده رحم کوونکی دی
إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِینَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ یُقَاتِلُونَ فِی سَبِیلِ اللَّهِ فَیَقْتُلُونَ وَیُقْتَلُونَ وَعْدًا عَلَیْهِ حَقًّا فِی التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِیلِ وَالْقُرْآنِ وَمَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ مِنَ اللَّهِ فَاسْتَبْشِرُوا بِبَیْعِکُمُ الَّذِی بَایَعْتُمْ بِهِ وَذَلِکَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیمُ التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاکِعُونَ السَّاجِدُونَ الْآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنْکَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللَّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِینَ. توبه ۱۱۱ و ۱۱۲
بېشکه الله له مؤمنانو څخه د هغوی ځانونه او مالونه په دې بدل کې پېرودلي چې جنت به د هغوی وي؛ دوی د الله په لار کې جګړه کوي، وژني هم او وژل کېږي هم. دا په تورات، انجیل او قرآن کې پر الله باندې یوه رښتینې ژمنه ده. او له الله څخه زیات خپلې ژمنې ته وفادار څوک دی؟ نو په هغه سودا خوشحاله شئ چې تاسو ورسره کړې ده، او همدا لویه بریا ده. (هغوی) توبه کوونکي، عبادت کوونکي، ستاینه کوونکي، روژه نیوونکي، رکوع کوونکي، سجده کوونکي، په نېکۍ امر کوونکي، له بدۍ منع کوونکي او د الله د حدودو ساتونکي دي؛ او مؤمنانو ته زېری ورکړه. (التوبه ۹: ۱۱۱-۱۱۲)
د الله سلام او درود دې وي د امت د تاریخي بیا راپاڅېدو پر لوی ښوونکي او د هغه پر شهیدو ملګرو.
د زمانې د یوازینۍ څېرې، د اسلامي انقلاب د ځلانده لمر، د ګران اسلام د جامعیت د تجلي، د غیبت په دوره کې د اسلامي امت د سیدالشهداء، د نوي اسلامي تمدن د معمار، د عظیم الشأن مرحوم امام خمیني د مکتب د غوره زدهکړیال، عظیم الشأن قائد، مجاهد شهید امام حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنهيي د لوړ شخصیت د درناوي لپاره؛ د هغه حضرت د سرښندنې او خونین عروج د پرتمینې پېښې د لمانځنې لپاره، چې ملتونه یې راویښ کړل، د الله او بشریت د تر ټولو پلیتو دښمنانو ذلت او زوال یې ګړندی کړ او د «اسلامي انقلاب د دویم ګام» په لومړۍ لسیزه کې د ملت او امت د سعادت څوکو ته رسېدل یې چټک کړل؛ او د انقلاب او اسلامي ایران په دفاع کې د ملت، اسلامي امت او د نړۍ د مستضعفینو د لوی بعثت د حماسې د یادونې لپاره، د «مجاهد شهید امام د خونین عروج د کلیزې» کمېټه جوړېږي او تاسو یې د غړي په توګه ټاکل کېږئ.
«کمېټه» مکلفه ده چې د هغه حضرت د صالح خلف، د اسلامي امت د مقتدا، د امام «عجلالله تعالی فرجه الشّریف» (الله تعالی دې د هغه شریف ظهور ژر کړي) د نائب، حضرت آیت الله سید مجتبی خامنهيي «مدظلهالعالی» (د هغه لوړ سیوری دې تل وي) د لید او فرمان په چوکاټ کې، د «ایران د شهید آغا» د فکر او عمل په تبیین او د هغه د نوراني شخصیت د اړخونو په انځورولو سره، د هغه الهي رهبر د لارې او پیغام د غځولو په موخه، د «مجاهد شهید امام د مکتب» په اړه د پوهاوي لوړولو ته پاملرنه وکړي، تر څو د ملت او امت د بعثت د روحیې په پیاوړتیا او د ملي او اسلامي یووالي په ژورتیا سره، د دین، عقل، پوهې او هوډ په ډګرونو کې ځان جوړونه، او د نوي اسلامي تمدن د سریزې په توګه ټولنه جوړونه اسانه او ګړندۍ شي.
«کمېټه» باید د نړیوالو مخاطبانو پراخې کچې ته — د ختیځې آسیا له مسلمانانو نیولې د اروپا او شمالي امریکا تر ځوانانو او د امریکا په پوهنتونونو کې د فلسطین د ملاتړو محصلینو پورې، چې د مجاهد شهید امام د درې ګونو لیکونو مخاطبان وو — پاملرنه وکړي او خلکي فعالیتونو ته د پاملرنې او اهتمام تر څنګ، د مخاطبانو د تنوع په پام کې نیولو سره په ټولو فرهنګي، هنري، سیاسي او ټولنیزو اړخونو کې دقیق پروګرامونه طرحه او په ټاکلي وخت کې پلي کړي. تمه کېږي چې «کمېټه» به له تشریفاتي کارونو او بېځایه لګښتونو څخه د ډډې کولو په اړه د مجاهد شهید امام ټینګارو سپارښتنو ته په جدي توګه عمل وکړي.
هیله ده چې د هغه عظیم القدر الهي سړي د یادونې لپاره ټولې هڅې زموږ د مولا حضرت صاحب العصر والزمان «عجلالله لهالفرج» (الله دې د هغه ظهور ژر کړي) د رضا او لطف وړ وګرځي.
ستاسو مخلص، سید محسن خامنهيي، د مجاهد شهید امام حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنهيي د فکر او آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر مشر