د حضرت آیت الله العظمی حسین وحید خراساني د رحلت په تړاو پیغام
دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن
بسم الله الرّحمن الرّحیم
د لوی بخښونکي او ډېر مهربان الله په نوم
د علمي حوزې د لوی استاد، حضرت آیت الله العظمی وحید خراساني د رحلت خبر ورسېد. هغه بزرګوار په علمي حوزه کې د فقهې او اصولو د تدریس له اصلي ستنو څخه ګڼل کېده. په وروستیو لسیزو کې د هغه دوه ورځني درسونه له تر ټولو اصلي درسي غونډو څخه ګڼل کېدل. په دغو درسونو کې، د هغه د خپلو تحقیقي اړخونو تر څنګ، د نجف اشرف د علمي حوزې د وروستیو دورو د ځینو تر ټولو برجسته عالمانو نظرونو ته جدي، ژوره او حقپېژندونکې پاملرنه او پر هغو تسلط په ښه توګه منعکس و. دا اړخ، له دې امله چې تل د بزرګوار استاد له خوږ، منظم او محکم بیان سره یوځای و، د درس هره غونډه یې د علم او فضل د غوښتونکو لپاره په یوه ګټور او غنیمت ساعت بدلوله. نن د قم د علمي حوزې، بلکې د هېواد د نورو حوزو د مدرسینو او فضلاوو یوه لویه برخه او د بېلابېلو هېوادونو د روحانیونو یوه ډله، د هغه بزرګوار په درس کې د ګډون ویاړ په خپلو علمي سوابقو کې ثبتوي، او ټول د هغه په کلام او لاره کې د معصومینو «صلواتالله و سلامه علیهم اجمعین» (د الله درود او سلام دې پر ټولو وي) سپېڅلو ذواتو ته د سرسپارنې د عنصر روښانه او خالص ظهور په ستاینه یادوي. بېشکه هغه جناب د شریعت او مذهب په لار کې د خپلو اوږدو او دوامدارو زحمتونو له امله د مؤمنانو پر ټولنه او علمي حوزو لوی حق لري چې ټول باید هغه په یاد ولري او شکرګزار یې وي. زه دا مصیبت زموږ سرور «عجّلاللهتعالی فرجهالشّریف» (الله تعالی دې د هغه شریف ظهور ژر کړي)، علمي حوزو، ټولو مؤمنانو او په ځانګړې توګه د هغه شریف کور ته تسلیت وایم، او د حضرت حق «جلّوعلا» (لوی او لوړ دی) له درباره د هغه بزرګوار لپاره د درجو لوړوالی غواړم.
سید مجتبی حسیني خامنهيي ۲۶ آبان ۱۴۰۵
