1. کور پاڼه
  2. پیغامونه
  3. 25 جون 2026

د اسلامي انقلاب د شهید قائد د ملکوتي عروج د ځای په څنګ کې په زینبیه کې د محرم د عزادارۍ د مراسمو پنځمه شپه

دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن

په دې مراسمو کې چې د اسلامي انقلاب د رهبر حضرت آیت الله سید مجتبی حسیني خامنه‌يي له خوا جوړېږي، حجت الاسلام والمسلمین طباطبایي نژاد د قرآن کریم آیتونو ته په استناد، د خدای په لار کې د مجاهدینو دنده د خدای د دښمنانو په وړاندې ثابت قدمي ښودل، د پروردګار پر قدرت او مرستې باور، د الهي چوکاټونو رعایت، یووالی او له شخړې او بېلتون څخه ډډه، او پر سختیو صبر وبلله او ویې ویل: د پروردګار پر قدرت قوي ایمان د مقاومت روحیه رامنځته کوي، لکه څنګه چې د ایران مؤمن ملت پر خپل ایمان په تکیه د سترو قدرتونو په وړاندې ودرېد او هغوی یې ماتې کړل.

په دې مراسمو کې همدارنګه ښاغلي مهدي سماواتي د توسل دعا ولوسته او ښاغلي محمدرضا بذري مصیبت ولوست او نوحه یې ووایه.