د اسلامي انقلاب د شهید قائد د ملکوتي عروج د ځای په څنګ کې په زینبیه کې د محرم د عزادارۍ د مراسمو درېیمه شپه
دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن
په دې مراسمو کې چې سږکال د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله سید مجتبی حسیني خامنهيي له خوا جوړېږي، حجت الاسلام والمسلمین ناصر رفیعي د حضرت عباس علیه السلام زیارتنامې ته په استناد، قمر بني هاشم د امام په وړاندې صالح او مطیع بنده وباله او ویې ویل: صالح عمل انسان محبوب او نوراني کوي؛ لکه څنګه چې موږ ټولو ولیدل، خدای تعالی د انقلاب د شهید رهبر په څېر یو ممتاز شخصیت، چې صالح بنده و، د خلکو په زړونو کې دومره محبوب کړ چې ملت لا هم د هغه په یاد او د هغه د مینې پر بنسټ د سړک سنګر ساتلی او بدخواهان یې نا هیلي کړي دي.
د دې مراسمو په دوام کې ښاغلي میثم مطیعي د قمر بني هاشم حضرت ابوالفضل العباس علیه السلام او د کربلا د شهیدانو په ویر کې مصیبت ولوست، او د اسلامي انقلاب د شهید قائد او د دویم او درېیم سپېڅلي دفاع د لوړ مقامه شهیدانو په یاد کې یې نوحه ووایه.