د اسلامي انقلاب د شهید قائد د ملکوتي عروج د ځای په څنګ کې په زینبیه کې د محرم د عزادارۍ د مراسمو دویمه شپه
دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن
په دې مراسمو کې چې سږکال د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله سید مجتبی حسیني خامنهيي له خوا جوړېږي، حجت الاسلام والمسلمین سید احمد طباطبایي د «له ابتلاګانو سره د ایمان د جبهې د مخامخ کېدو طریقه» تر سرلیک لاندې په خپلو خبرو کې د حق په جبهه کې مصیبتونه د لوړتیا زمینه برابروونکي وبلل او ویې ویل: په عمومي الهي نقشه کې ټول انسانان په فردي او ټولنیز ژوند کې له بېلابېلو ازموینو او ابتلاګانو سره مخامخ کېږي، ترڅو د دوی د دینداری کچه څرګنده شي، او په دې چوکاټ کې د اباعبدالله علیه السلام عاشورا د دین او انسانیت په څوکه کې ځلېږي، ځکه چې د هغه حضرت ملګرو له هر ډول ابتلاګانو سره په صبر او بصیرت چلند وکړ.
همدارنګه ښاغلي سید مجید بني فاطمه د حضرت اباعبدالله علیه السلام او د کربلا د شهیدانو په ویر کې مصیبت ولوست، او د اسلامي انقلاب د شهید قائد او د دویم او درېیم سپېڅلي دفاع د لوړ مقامه شهیدانو په یاد کې یې نوحه ووایه.