دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن

ښاغلو غلامعلي حداد عادل او حسین محمدي د انقلاب د معظم رهبر په استازیتوب، د انقلابي هنرمند او د هېواد د شعر او ادب د ماندګارې څېرې سید علي موسوي ګرمارودي د بستر ځای ته ورغلل او پوښتنه یې وکړه.

په دې لیدنه کې د انقلاب د معظم رهبر استازو ښاغلو غلامعلي حداد عادل او حسین محمدي د حضرت آیت الله خامنه‌يي سلام ورساوه، د دې برجسته شاعر او ادیب د درملنې له وروستي حالت څخه خبر شول او د هغه د روغتیا او ښه کېدو هیله یې وکړه.