دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن

بسم الله الرحمن الرحیم
د لوی بخښونکي او ډېر مهربان الله په نامه

د معظم استاد، لوړ مقام فقیه حضرت آیت الله العظمی شبیري (رضوان الله تعالی علیه) د وفات خواشینوونکی خبر ورسېد. دې بزرګوار عالم خپل ټول شریف عمر، د ماشومتوب له لومړیو څو کلونو پرته، د زده کړې، تدریس او څېړنې په لاره کې تېر کړ، او تل د خپلو همځولو، هممهالو او استادانو له خوا د یوه محقق او ژورلیدونکي شخص په توګه ګڼل کېده. د شرعي احکامو د استنباط اړوند په بېلابېلو فنونو یې تسلط له ظرافتونو او د باریکیو له رعایت سره ملګری و. د هغه بزرګوار د درس غونډې، حتی هغه وخت چې د حاضرانو شمېر یې له څو تنو نه زیاتېده، د تتبع او دقت د غونډو په توګه پېژندل کېدې، او په حقه همداسې وې.

الحمدلله، په تېرو درې لسیزو کې، چې لږ ترې ډېر وخت کېږي، ډېرو کسانو دا توفیق وموند چې د هغه له غنیمت وجود څخه د خپل ظرفیت په اندازه ګټه پورته کړي، او د خپلو علمي محفلونو او تدریس لپاره توښه واخلي. د هغه محضر د افادې او استفادې محضر و، حتی هغه وخت چې له درس وروسته به پلی د خپل شریف کور پر لور روان و. له مسلم علمي اړخ پرته، له طلابو او فضلاوو سره د هغه متواضعانه او پلرنی چلند هم یو څرګند او درس ورکوونکی کار و.

بې‌شکه د دې ممتاز شخصیت له لاسه ورکول په اوسني عصر کې د شیعه د لومړۍ درجې محققینو په لیکه کې داسې تشه رامنځته کړې چې ښایي ډکول یې ډېر وخت ونیسي. زه دا مصیبت زموږ سردار (عجل الله تعالی فرجه الشریف)، علمي حوزو، په ځانګړې توګه د هغه زده کوونکو او مینه والو، او په تېره بیا د هغه عالم‌پالي او فاضل‌روزونکي شریف کور ته تسلیت وایم، او د حضرت حق جلّ وعلا له محضر څخه د هغه بزرګوار لپاره د درجو لوړوالی غواړم.

سید مجتبی حسیني خامنه‌يي
۳۱/شهریور/۱۴۰۵