د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره د اسلامي شورا مجلس د رئیس کتنه
دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن
د اسلامي شورا مجلس رئیس ښاغلي ډاکټر محمدباقر قالیباف د اسلامي انقلاب له معظم رهبر حضرت آیت الله سید مجتبی حسیني خامنهيي سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د امریکایي ـ صهیوني دښمن د پوځي، اقتصادي او ادراکي جګړې وروستي پرمختګونه وڅېړل شول او د هېواد د ځواک د اجزاوو په پیاوړتیا، د ټولنیز همبستګۍ او ملي یووالي په ساتنه او ټینګښت کې د اسلامي شورا مجلس د استازو په اغېزمن رول، په میداني غونډو کې د مبعوث ملت د آګاه او بازدارنده حضور په دوام، د خلکو د اقتصادي او معیشتي ستونزو د حل لپاره د حکومت او مجلس د همکارۍ په اهتمام، او د هېواد له ستراتېژیکو شریکانو سره د اړوندو چارو په پرمختګ ټینګار وشو.
د اسلامي شورا مجلس رئیس هم په دې لیدنه کې د درېیمې تحمیلي جګړې له پیل څخه تر اوسه پورې د ملت د استازو د فعالیتونو او د هېواد د مسایلو او ستونزو د حل لپاره د مجلس د روانو او راتلونکو پروګرامونو په اړه راپورونه وړاندې کړل.