د انقلابي لیکوال ښاغلي منصور انوري د وفات په تړاو د تسلیت پیغام
دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن
بسم اللّه الرّحمن الرّحیم
د لوی بخښونکي او ډېر مهربان الله په نوم
د ژمن او انقلابي لیکوال جناب ښاغلي منصور انوري وفات د خواشینۍ سبب شو.
هغه مرحوم د ګڼو آثارو په پنځولو، چې له هغو جملې څخه د «د جګړې لاره» دولس ټوکه ناول دی او د مجاهد شهید امام د پاملرنې او ستاینې وړ وګرځېد، د اسلامي انقلاب په وړاندې خپل پور ادا کړ.
زه د هغه کورنۍ او د هېواد ادبي ټولنې ته د تسلیت په وړاندې کولو سره، د لوی خدای له درباره د هغه مرحوم لپاره بخښنه، مغفرت او الهي اجر غواړم.
سید مجتبی حسیني خامنهيي ۲۰ آبان ۱۴۰۵