د انقلابي هنرمند ښاغلي کوروش زارعي د وفات په تړاو د تسلیت پیغام
دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن
بسم اللّه الرّحمن الرّحیم
د لوی بخښونکي او ډېر مهربان الله په نوم
د هېواد د ژمن او انقلابي هنرمند جناب ښاغلي کوروش زارعي وفات د خواشینۍ سبب شو. د هېواد په لږ برخمنو ښارونو او سیمو کې د نندارتوني هنرونو د پراختیا لپاره د هغه مرحوم نه ستړې کېدونکې هلې ځلې او د اسلامي انقلاب پر ارزښتونو د هغه ټینګار د ستاینې وړ و. زه د هغه کورنۍ او د هېواد هنري ټولنې ته د تسلیت په وړاندې کولو سره، د لوی خدای له درباره د هغه مرحوم لپاره بخښنه، مغفرت او الهي اجر غواړم.
سید مجتبی حسیني خامنهيي ۲۰ آبان ۱۴۰۵