د اسلامي انقلاب د رهبر د دفتر خبرتیا: د هغه اړوند پیغامونو، خبرونو او مطالبو د خپرولو رسمي مرجع
دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن
د اسلامي انقلاب د رهبر د دفتر عامه اړیکو په یوه خبرتیا کې ټینګار وکړ:
د آیت الله سید مجتبی حسیني خامنهيي اړوند پیغامونو، خبرونو او مطالبو د خپرولو رسمي مرجع د هغه دفتر او د انقلاب د رهبر د آثارو د ساتنې او خپرولو دفتر دی او له دې چوکاټ څخه بهر هر ډول مطلب اعتبار او صحت نه لري.
د اسلامي انقلاب د رهبر د دفتر د عامه اړیکو د خبرتیا متن په دې ډول دی:
بسمالله الرحمن الرحیم
د لوی بخښونکي او ډېر مهربان الله په نوم
د حسیني اربعین په نمانځلو او د انقلاب د شهید رهبر لوړې روح ته د درناوي په وړاندې کولو سره، د ایران شریف او مبعوث خلکو ته خبر ورکوو چې په وروستیو ورځو کې په مجازي فضا کې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ته منسوب ځینې نقل قولونه خپاره شوي دي چې له بده مرغه د عامه افکارو د ګډوډۍ او په ټولنه کې د بېلتون او اختلاف د رامنځته کېدو زمینه برابروي.
پر همدې بنسټ د معظم رهبر اړوند خبرونو او مطالبو په اړه ځینې ټکي بیانوو:
۱. د آیت الله سید مجتبی حسیني خامنهيي اړوند پیغامونو، خبرونو او مطالبو د خپرولو رسمي مرجع د انقلاب د رهبر د دفتر د خبر رسونې وېبپاڼه او یا د انقلاب د رهبر د آثارو د ساتنې او خپرولو وېبپاڼه ده او هر ډول مطلب چې له دې چوکاټ څخه بهر خپور شي، اعتبار او صحت نه لري.
۲. د اسلامي انقلاب معظم رهبر په خپلو پیغامونو کې، په شمول د وروستي پیغام، د سپېڅلي یووالي په ساتنه او د اسلامي نظام د زړه سواندو چارواکو او خدمتګارانو، په ځانګړې توګه د محترم حکومت، د حرمت په ساتنه ټینګار کړی دی. هغه مطالب چې د رهبر د ټینګارې سپارښتنو خلاف په ټولنه کې د بېلتون او دوه ډلېتوب سبب کېږي او محترمو چارواکو ته د ناسمو نسبتونو زمینه برابروي، د بدخواهانو او د ایران د ملت د قسم خوړلو دښمنانو د موخو په لوري دي. پر همدې بنسټ، په مجازي فضا کې خپور شوی هغه مطلب چې پکې یو کس د محترم جمهور رئیس لیک ته د اسلامي انقلاب د رهبر د غبرګون په اړه ادعا کړې، له بنسټه دروغ او خلاف واقعیت دی.
د اسلامي انقلاب د رهبر د دفتر عامه اړیکې، ۱۳ مرداد ۱۴۰۵