1. کور پاڼه
  2. پیغامونه
  3. 21 جون 2026

د اسلامي انقلاب د شهید قائد د ملکوتي عروج د ځای په څنګ کې په زینبیه کې د محرم د عزادارۍ د مراسمو لومړۍ شپه

دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن

دا مراسم سږکال د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله سید مجتبی حسیني خامنه‌يي له خوا جوړېږي.

په دې مراسمو کې حجت الاسلام والمسلمین سید میرهاشم حسیني د «د ژوند حسابونه او د ژوند الهیات» تر سرلیک لاندې په خپلو خبرو کې په فردي او ټولنیز ژوند کې د مادي حسابونو تر څنګ معنوي مفاهیمو ته د ځانګړې پاملرنې، او د خدای تعالی او الهي ژمنو په پام کې نیولو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د رمضان په جګړه کې د ایران د ملت سپېڅلې دفاع د کربلا د ستې پېښې له درسونو، د اباعبدالله علیه السلام او د هغه د وفادارو ملګرو له سرښندنې څخه اخیستل شوې، او د مادي حسابونو او چمتووالي تر څنګ الهیاتو ته د پاملرنې روښانه بېلګه ده.

همدارنګه ښاغلي مهدي رسولي د حضرت اباعبدالله علیه السلام، د کربلا د شهیدانو او د اسلامي انقلاب د شهید قائد په ویر کې نوحه ووایه، او د رمضان د جګړې د لوړ مقامه شهیدانو یاد او نوم یې ونماسه.