دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له لوري یوه پلاوي نن ماسپښین په روغتون کې د حضرت آیت الله نوري همداني پوښتنه وکړه.

حجج الاسلام والمسلمین رحیمیان، محمدي عراقي، محمدیان او حاج علي اکبري نن ماسپښین د تهران په یوه روغتون کې حاضر شول، د مراجع عظام تقلید له جملې څخه حضرت آیت الله نوري همداني ته یې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلام ورساوه او د هغه د درملنې او معالجې له وروستي بهیر څخه خبر شول.

د اسلامي انقلاب د رهبر استازو همداراز د حضرت آیت الله نوري همداني د ژر تر ژره روغتیا هیله وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې علمي حوزې به ډېر ژر یو ځل بیا د دې بزرګوار مرجع له علمي فضایلو څخه برخمنې شي.