دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له لوري یوه پلاوي نن ماسپښین په روغتون کې د حضرت آیت الله وحید خراساني پوښتنه وکړه.

حجج الاسلام والمسلمین رحیمیان، محمدي عراقي او حاج علي اکبري نن ماسپښین د تهران په یوه روغتون کې حاضر شول، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلام او دعا یې ورسوله او د مراجع عظام تقلید له جملې څخه د حضرت آیت الله وحید خراساني د درملنې له حالت څخه خبر شول.

حضرت آیت الله وحید خراساني د ناروغۍ له امله روغتون ته وړل شوی او د ځانګړې پاملرنې په څانګه کې بستر دی.