دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن

بسم الله الرحمن الرحیم
د لوی بخښونکي او ډېر مهربان الله په نوم

پاسدار بریدجنرال احمد وحیدي

د صهیوني ـ امریکایي دښمن په لاس د پاسدار تورن‌جنرال محمد پاکپور د ویاړلي او سرلوړي شهادت په پام کې نیولو سره، او ستاسو د شایسته خدمتونو او ارزښتناکو تجربو ته په پاملرنې، تاسو ته د ډګرجنرالۍ د رتبې په ورکولو سره د اسلامي انقلاب د پاسداران سپاه د لوی قوماندان په توګه ټاکم.

په داسې حالاتو کې چې د ایران د اسلامي جمهوریت سپېڅلی نظام له نړیوال استکبار سره په ستراتیژیک او برخلیک ټاکونکي مقابله کې دی، د لاندې غوښتنو ترسره کېدل تمه کېږي:

1. د اعظمي مخنیوي ځواک (بازدارندګۍ) لپاره د وړتیاوو دوامداره او هر اړخیزه لوړتیا، او د دښمن پر ضد د پیاوړو برید کوونکو عملیاتو د ترسره کولو لپاره هوښیار چمتووالی

2. د سپاه په سازمان کې کلتوري لوړتیا او د ټولو پاسدارانو او قوماندانانو د دروني ګوهر په توګه د تقوا، بصیرت او انقلابي روحیې پیاوړتیا

3. په سازماني سلسله مراتبو کې د معنوي او علمي بنسټ او نویو مهارتونو لرونکي مدیریت او قوماندانۍ پراختیا

هیله ده چې زموږ د سرور (عجل الله تعالی فرجه الشریف) د دعاګانو او شفاعتونو په سیوري کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سپېڅلي نظام ټولو وسله والو ځواکونو ته دوه چنده توفیقات او پرله پسې بریاوې په برخه شي.

سید مجتبی حسیني خامنه‌يي