د قضائیه قوې د رئیس په توګه د حجة الاسلام والمسلمین اژهيي ټاکل
دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن
بسم الله الرّحمن الرّحیم
د لوی بخښونکي او ډېر مهربان الله په نامه
جناب حجة الاسلام والمسلمین ښاغلی محسني اژهيي (دامت توفیقاته)
ستاسو د ارزښتناکو او صادقانه هڅو په قدرداني سره، د اساسي قانون د یو سلو اووهپنځوسمې مادې پر بنسټ، تاسو د قضائیه قوې د رئیس په توګه ګمارم.
زموږ د شهید قائد (اعلی الله مقامه الشریف) له خوا مطرح شوې غوښتنې، او زما د ۱۴۰۵ کال د تیر میاشتې د اوومې د پیغام یاد شوي ټکي، د بدلون، ودې او مطلوبې قضائیه قوې ته د رسېدو لار پرانیزي.
هیله لرم چې ستاسو، د شریفو قاضیانو او په قضایي دستګاه کې ستاسو د درنو همکارانو په دوه چنده همت، او زموږ د سردار (عجل الله تعالی فرجه الشریف) په دعا، د ایران بزرګوار ملت د هغې له پایلو برخمن شي.
سید مجتبی حسیني خامنهيي
۱۳/تیر/۱۴۰۵