دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن

بسم الله الرّحمن الرّحیم
د لوی بخښونکي او ډېر مهربان الله په نوم

ګران ورور جناب ښاغلی ډاکټر محمدباقر ذوالقدر، حفظه الله و ایّده (الله دې یې وساتي او تایید دې کړي)

سلام علیکم و رحمه الله و برکاته
پر تاسو دې سلام، د الله رحمت او برکتونه وي.

ستاسو د درانه پلار د وفات خبر راورسېد. په دې وسیله خپله تسلیت وړاندې کوم. هیله لرم چې هغه جناب د دې ورځو د خاوندانو (صلوات الله و سلامه علیهم اجمعین) د مهربان سیوري لاندې د پراخ الهي رحمت وړ وګرځي. همداراز تاسو او نورو پاتې شونو ته د روغتیا او اوږد عمر هیله د لا ډېرو ظاهري او باطني توفیقاتو سره لرم.

سید مجتبی خامنه‌يي ۸/تیر/۱۴۰۵