د اسلامي انقلاب د رهبر حضرت آیت الله سید مجتبی حسیني خامنهيي لومړنی پیغام
دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن
بسم الله الرّحمن الرّحیم
د لوی بخښونکي او ډېر مهربان الله په نوم
مَا نَنسَخ مِن آیَةٍ اَو نُنسِها نَأتِ بِخَیرٍ مِنها اَو مِثلِها. (1)
موږ چې کوم آیت منسوخ کړو یا یې هېر کړو، له هغه ښه یا د هغه په څېر بل راوړو. (البقره: ۱۰۶)
اَلسَّلامُعَلَیكَ یا داعِیَ اللّهِ وَ رَبّانِیَّ آیاتِهِ اَلسَّلامُ عَلَیكَ یا بابَ اللّهِ وَ دَیّانَ دینِهِ اَلسَّلامُ عَلَیكَ یا خَلیفَةَ اللّهِ و ناصِرَ حَقِّهِ اَلسَّلامُ عَلیكَ یا حُجَّةَ اللّهِ وَ دَلیلَ اِرادَتِه اَلسَّلامُ عَلَیكَ اَیُّهَا المُقَدَّمُ المَأمول اَلسَّلامُ عَلَیكَ بِجَوامِعِ السَّلام. اَلسَّلامُعَلَیكَ یا مَولایَ صاحِبَ الزَّمان.
پر تا دې سلام وي، ای د الله بلونکیه او د هغه د آیتونو رباني عالمه؛ پر تا دې سلام وي، ای د الله دروازې او د هغه د دین د حاکمه؛ پر تا دې سلام وي، ای د الله خلیفه او د هغه د حق مرستندویه؛ پر تا دې سلام وي، ای د الله حجته او د هغه د ارادې لارښوده؛ پر تا دې سلام وي، ای هغه وړاندې کړل شوي او هیلهمند شوي؛ پر تا دې د سلام په ټولو ډولونو سلام وي. پر تا دې سلام وي، ای زما مولا، صاحب الزمانه.
د خبرو په پیل کې باید خپل سرور (عجّل اللّه تعالی فرجه) ته د انقلاب د لوی شان لرونکي رهبر، ګران او حکیم خامنهيي د زړه سوانده شهادت په مناسبت تسلیت وړاندې کړم او له هغه حضرت څخه د ایران د ستر ملت هر یوه وګړي، بلکې د نړۍ د ټولو مسلمانانو، د اسلام او انقلاب د ټولو خدمتګارانو، ایثارګرو او د اسلامي نهضت او په ځانګړي ډول د وروستۍ جګړې د شهیدانو د پاتې شونو لپاره، او د خپل ځان حقیر لپاره د خیر دعا وغواړم.
زما د خبرو دویمه برخه د ایران له ستر ملت سره ده. لومړی باید د محترمې خبرګانو مجلس د رایې په اړه خپل دریځ په لنډ ډول بیان کړم. ستاسو دې خادم، سید مجتبی حسیني خامنهيي، له تاسو سره یو وخت او د اسلامي جمهوریت د تلویزیون له لارې د محترمې خبرګانو مجلس د رایې له پایلې خبر شوم. زما لپاره په هغه ځای کېناستل چې د دوو لوی شان لرونکو پېشوایانو، خمیني کبیر او شهید خامنهيي د کېناستو ځای و، یو سخت کار دی؛ ځکه پر دې څوکۍ د داسې چا د کېناستو سابقه شته چې د الله په لار کې له شپېتو کلونو ډېر مجاهدت او له ډول ډول خوندونو او آرامیو تېرېدو وروسته، نه یوازې په اوسني عصر کې، بلکې د دې هېواد د واکمنانو په ټول تاریخ کې په یوه ځلانده ګوهر او ممتازې څېرې بدل شوی دی. د هغه ژوند او د هغه د مرګ ډول دواړه پر حق د تکیې له امله له شکوه او عزت سره ګډ وو.
ما دا توفیق درلود چې له شهادت وروسته یې د جسد زیارت وکړم؛ هغه څه چې ما ولیدل، د صلابت یو غر و؛ او ما واورېدل چې د خپل روغ لاس موټی یې ټینګ کړی و. د هغه د شخصیت د بېلابېلو اړخونو په اړه به خبر لرونکي کسان تر ډېرې مودې خبرې کوي. په دې فرصت کې په همدې لنډیز بسنه کوم او تفصیلات نورو مناسبو فرصتونو ته پرېږدم. دا د داسې یو کس وروسته د رهبرۍ پر څوکۍ د تکیې د سختۍ لامل دی. د دې واټن ډکول یوازې د حق تعالی په مرسته او ستاسو د خلکو په ملاتړ ممکن دي.
په دوام کې اړینه ده چې په یوه داسې ټکي ټینګار وکړم چې زما د خبرو له اصل سره مستقیم تړاو لري؛ هغه ټکی دا دی چې د شهید رهبر او د هغه د ستر سلف له هنرونو څخه دا و چې خلک یې په ټولو ډګرونو کې دخیل کړل، دوی ته یې دوامداره بصیرت او پوهاوی ورکړ، او په عمل کې یې د هغوی پر ځواک تکیه وکړه. دوی په دې ډول د جمهور او جمهوریت حقیقي مانا ته عملي بڼه ورکړه او د زړه له کومې یې پرې باور درلود. د دې خبرې څرګنده اغېزه په دې څو ورځو کې ولیدل شوه چې هېواد بې رهبر او بې د ټولو ځواکونو له لوی قوماندان پاتې و. په وروستۍ پېښه کې د ایران د ستر ملت بصیرت او هوښیارۍ، او د هغه ټینګښت، زړورتیا او حضور دوست ستاینې ته او دښمن حیرانتیا ته اړ کړل. دا تاسو خلک وئ چې د هېواد رهبري مو وکړه او د هغه د ځواک تضمین مو وکړ.
هغه آیت چې ما د دې لیکنې په سر کې راوړ، دا مانا لري چې د الهي آیتونو څخه هېڅ آیت نشته چې یا یې موده پای ته ورسېږي یا هېر شي، مګر دا چې د حق تعالی (جلّ و علا) له لوري د هغه په څېر یا له هغه غوره د هغه پر ځای ورکړل شي. د دې شریف آیت د کارولو مناسبت دا نه دی چې دا بنده د شهید رهبر په کچه یم، څه خو لا دا چې وغواړم له هغه غوره وګڼل شم؛ بلکې د مبارک آیت د یادولو موخه تاسو ګران ملت د بجا او پیاوړي رول ته پام اړول دي. که هغه لوی نعمت له موږ څخه واخیستل شو، د هغه پر ځای یو ځل بیا دې نظام ته د ایران د ملت عمار ډوله حضور ورکړل شو. دا پوه شئ: که ستاسو ځواک په ډګر کې ښکاره نه شي، نه رهبري او نه هم بېلابېلې ادارې چې حقیقي شان یې خلکو ته خدمت دی، لازمه اغېزمنتیا به ونه لري.
د دې لپاره چې دا مانا ښه عملي شي، لومړی باید د الله تبارک و تعالی یاد، پر هغه توکل او د معصومینو (صلوات اللّه علیهم اجمعین) پاکو نورونو ته توسل ته د یوه لوی اکسیر او سور کبریت په سترګه وکتل شي چې د ډول ډول پرانیستو او پر دښمن د حتمي بریا تضمین کوونکی دی. دا یو لوی امتیاز دی چې تاسو یې لرئ او ستاسو دښمنان یې نه لري.
دویم: د ملت د وګړو او قشرونو ترمنځ یووالي ته، چې معمولاً د تنګسې په وختونو کې ځانګړې څرګندونه پیدا کوي، باید زیان ونه رسېږي. دا کار به د اختلافي ټکو په پرېښودو ترلاسه شي.
درېیم: په ډګر کې اغېزمن حضور باید وساتل شي؛ که هغه په هغه بڼه وي چې په دې د جګړې ورځو او شپو کې مو له ځانه ښکاره کړ، او که د ټولنیزو، سیاسي، روزنیزو، کلتوري او حتی امنیتي بېلابېلو ډګرونو کې د ډول ډول اغېزمنو رولونو په بڼه وي. مهمه دا ده چې سم رول، پرته له دې چې ټولنیز یووالي ته زیان ورسوي، ښه درک شي او تر ممکنه حده عملي شي. د رهبرۍ او ځینو نورو چارواکو له دندو څخه یوه دا ده چې د ټولنې وګړو یا قشرونو ته د دې رولونو ځینې یادونه وکړي. له همدې امله د ۱۴۴۷ کال د قدس د ورځې په مراسمو کې د ګډون اهمیت یادوم چې باید په هغه کې د دښمن ماتولو عنصر د ټولو په پام کې وي.
څلورم: له یو بل سره له مرستې او ملاتړ څخه ډډه مه کوئ. الحمدلله د ډېرو ایرانیانو تلپاتې خوی له دې پرته بل څه نه دی، او تمه کېږي چې په دې ځانګړو ورځو کې، چې په طبیعي ډول د ملت پر ځینو وګړو له نورو سخته تېرېږي، دا خبره لا ډېره څرګنده شي. همدلته له خدماتي ادارو غواړم چې په دې برخه کې د ملت هغو ګرانو وګړو او خلکي مرستندویه جوړښتونو ته له هر ډول مرستې او ملاتړ څخه ډډه ونه کړي.
که دا اړخونه په پام کې ونیول شي، تاسو ګران ملت ته به د عظمت او شکوه ورځو ته د رسېدو لاره هواره شي. د هغې تر ټولو نږدې بېلګه کېدای شي د الله په اجازه په اوسنۍ جګړه کې پر دښمن بریا وي.
زما د خبرو درېیمه برخه زموږ له زړورو مجاهدینو څخه د زړه له کومې مننه ده چې په داسې حال کې چې زموږ ګران ملت او وطن په مظلومانه ډول د استکبار د جبهې د مشرانو له برید سره مخ شوی، په خپلو ټکوونکو ګوزارونو یې د دښمن لاره بنده کړې او هغوی یې پر ګران هېواد د واکمنۍ او احتمالاً د هغه د ټوټه کولو له وهم څخه وېستلي دي. ګرانو مجاهدو ورونو! د خلکو د پراخو ډلو غوښتنه د اغېزمنې او پښېمانه کوونکې دفاع دوام دی. همداراز باید خامخا د هرمز د تنګي د بندولو له اهرم څخه کار اخیستل دوام ومومي. د نورو جبهو د پرانیستو په اړه، چې دښمن په کې لږه تجربه لري او په شدت سره به په کې زیانمنېدونکی وي، مطالعات شوي دي او د هغو فعالول به د جګړې د حالت د دوام په صورت کې او د مصلحتونو د رعایت پر بنسټ ترسره شي.
همداراز د مقاومت د جبهې له مجاهدینو څخه د زړه له کومې مننه کوم. موږ د مقاومت د جبهې هېوادونه خپل غوره دوستان ګڼو او د مقاومت چاره او د مقاومت جبهه د اسلامي انقلاب د ارزښتونو یوه نه بېلېدونکې برخه ده. بې له شکه د دې جبهې د برخو یو له بل سره ملګرتیا د صهیوني فتنې څخه د خلاصون لاره لنډوي؛ لکه څنګه چې مو ولیدل زړور او مومن یمن د غزې د مظلومو خلکو له دفاع لاس وانه خیست، فداکار حزب الله د ټولو خنډونو سره سره د اسلامي جمهوریت مرستې ته راغی، او د عراق مقاومت هم په زړورتیا همدا لاره غوره کړې ده.
په څلورمه برخه کې، زما د خبرو مخاطب هغه کسان دي چې په دې څو ورځو کې په یو ډول زیانمن شوي دي؛ که هغه کسان وي چې د یوه یا څو ګرانو د شهادت داغ یې تجربه کړی، که هغه کسان وي چې ټپیان شوي، او که هغه کسان وي چې کور او کاشانې یا د کسب و کار ځای ته یې زیان رسېدلی. په دې برخه کې لومړی د لوړ مقام لرونکو شهیدانو له پاتې شونو سره خپله ژوره خواخوږي اعلانوم. دا د هغې ګډې تجربې پر بنسټ ده چې زه یې له دې بزرګوارانو سره لرم؛ له خپل پلار پرته چې د هغه حضرت د له لاسه ورکولو داغ یوه عامه چاره شوې، خپله ګرانه او وفاداره مېرمن چې ډېرې هیلې مې ورپورې تړلې وې، خپله فداکاره خور چې ځان یې د خپل مور و پلار خدمت ته وقف کړی و او په پای کې یې خپل اجر ترلاسه کړ، همداراز د هغې وړکوټی ماشوم، او زما د بلې خور مېړه چې یو عالم او شریف انسان و، مې د شهیدانو کاروان ته سپارلي دي. خو هغه څه چې پر مصیبتونو صبر ممکن او حتی اسانه کوي، صابرانو ته د یوه ارزښتناک اجر په اړه الهي حتمي او قطعي ژمنې ته پاملرنه ده. نو باید صبر وکړو او د حق تعالی (جلّ و علا) پر لطف او لاسنیوي هیله او باور ولرو.
دویم: ټولو ته دا ډاډ ورکوم چې موږ به ستاسو د شهیدانو د وینې له غچ اخیستو تېر نه شو. هغه غچ چې په پام کې یې لرو، یوازې د انقلاب د لوی شان لرونکي رهبر له شهادت پورې اړه نه لري؛ بلکې د ملت هر غړی چې د دښمن له خوا شهید کېږي، په خپله د غچ د دوسیې لپاره یوه خپلواکه موضوع ده. البته د دې غچ یوه محدوده اندازه تر اوسه عیني بڼه موندلې ده، خو تر هغه چې بشپړ نه شي، دا دوسیه به د نورو دوسیو پر سر وي او په ځانګړي ډول به زموږ د ماشومانو او کوچنیانو د وینې په اړه لا ډېر حساسیت ولرو. له همدې امله هغه جنایت چې دښمن په قصدي ډول د میناب د «شجره طیبه» ښوونځي او ځینو ورته مواردو په اړه ترسره کړی، په دې څېړنه کې ځانګړی ځای لري.
درېیم: د دې بریدونو جانبازان باید خامخا مناسب درملنیز خدمتونه وړیا ترلاسه کړي او له ځینو نورو امتیازاتو هم برخمن شي.
څلورم: تر هغه ځایه چې اوسنی وضعیت اجازه ورکړي، باید ځایونو او شخصي شتمنیو ته د اوښتو مالي زیانونو د جبران لپاره کافي اقدامات وټاکل شي او عملي شي. دا وروستي دوه موارد د محترمو چارواکو لپاره د یوې لازم الاجرا دندې حیثیت لري چې باید یې ترسره کړي او راپور یې ما ته راکړي.
هغه ټکی چې باید یې یادونه وکړم، دا دی چې په هر صورت به موږ له دښمن څخه تاوان واخلو، او که ډډه وکړي، هومره چې موږ یې تشخیص کړو، د هغه له شتمنیو به یې واخلو، او که دا هم ممکن نه وي، په همغه اندازه به یې شتمني له منځه یوسو.
د خبرو پنځمه برخه د سیمې د ځینو هېوادونو مشرانو او اغېزمنو کچو ته خطاب ده. موږ له پنځلسو هېوادونو سره وچه یا اوبلنه ګاونډیتوب لرو او تل له ټولو سره د تودو او رغنده اړیکو لېوال وو او یو، خو دښمن له کلونو راهیسې په تدریج سره په ځینو دغو هېوادونو کې پوځي او مالي اډې جوړې کړې ترڅو پر سیمه خپله واکمني تامین کړي. په وروستي برید کې له ځینو پوځي اډو کار واخیستل شو، چې په طبیعي ډول موږ، لکه څنګه چې مو څرګند خبرداری ورکړی و او پرته له دې چې پر هغو هېوادونو تېری وکړو، یوازې همدغه اډې په نښه کړې دي. له دې وروسته به هم په ناچارۍ دا کار دوام ورکړو؛ که څه هم لا هم د خپل ځان او هغو ګاونډیانو ترمنځ د دوستۍ په اړتیا باور لرو. دا هېوادونه باید زموږ پر ګران وطن له تېري کوونکو او زموږ د خلکو له قاتلانو سره خپل تکلیف روښانه کړي. زه سپارښتنه کوم چې هر څومره ژر هغه اډې وتړي؛ ځکه بېشکه تر اوسه پوه شوي دي چې د امریکا له خوا د امنیت او سولې د ټینګښت ادعا له یوه دروغ پرته بل څه نه وه. دا کار به د دې لامل شي چې له خپلو ملتونو سره، چې عموماً د کفر له جبهې سره له ملګرتیا او د هغې له سپکوونکي چلند څخه ناراضه دي، لا ډېره اړیکه پیدا کړي او پر شتمنۍ او ځواک یې زیاتوالی راشي. بیا تکراروم چې د اسلامي جمهوریت نظام، پرته له دې چې په سیمه کې سلطه او استعمار رامنځته کول وغواړي، له ټولو ګاونډیانو سره د یووالي او تودو او صمیمي متقابلو اړیکو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د خبرو په شپږمه برخه کې، زما د خبرو مخاطب زموږ شهید رهبر دی. ای رهبره! په خپل تګ مو د ټولو پر زړونو دروند داغ کېښود. تاسو تل د دې انجام لېوال وئ، تر دې چې په پای کې حق تعالی هغه تاسو ته د روژې المبارک د لسمې ورځې په سهار کې د قرآن کریم د تلاوت پر مهال درکړ. ډېرې مظلومیتونه مو په ځواک او حلم سره وزغمل او تندی مو تریو نه کړ. ډېرو ستاسو حقیقي قدر ونه پېژانده او ښایي ډېره موده تېره شي ترڅو ډول ډول پردې او خنډونه لرې شي او د هغه ځینې اړخونه روښانه شي. هیله لرو چې د هغه قرب د مقام له برکته چې د پاکو نورونو، صدیقینو، شهیدانو او اولیاوو په ګاونډ کې درته برابر شوی، بیا هم د دې ملت او د مقاومت د جبهې د ټولو ملتونو د پرمختګ په فکر کې اوسئ او د هغې لپاره شفاعت وکړئ؛ لکه څنګه چې په خپل دنیوي ژوند کې همداسې وئ. موږ له تاسو سره ژمنه کوو چې د دې بیرغ د لوړوالي لپاره چې د حق د جبهې اصلي بیرغ دی، او ستاسو سپېڅلو موخو ته د رسېدو لپاره به په ټول وجود هڅه وکړو.
په اوومه برخه کې د ټولو هغو بزرګوارانو مننه کوم چې زما ملاتړ یې کړی، په شمول د تقلید لویو مراجعو او بېلابېلو کلتوري، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو، او د خلکو له هغو وګړو چې له نظام سره د بیا بیعت د څرګندولو لپاره په پرتمینو غونډو کې حاضر شوي، همداراز د درې ګونو قوو له چارواکو او د رهبرۍ له موقتې شورا څخه د دوی د ښو تدبیرونو او اقداماتو له امله.
هیله لرم چې په دې فیض لرونکو ساعتونو او ورځو کې الهي ځانګړې لورینې د ایران ټول ملت، بلکې د نړۍ ټول مسلمانان او مستضعفان ونغاړي.
او په پای کې له خپل سرور (عجّل اللّه تعالی فرجه الشّریف) څخه غوښتنه کوم چې د قدر د شپو او ورځو او د روژې د مبارکې میاشتې په دې پاتې موده کې د حق تعالی (جلّ و علا) له درباره زموږ د ملت لپاره پر دښمن قاطع بریا، همداراز عزت، پراخي او روغتیا، او د هغوی د تللو لپاره لوړ مقامونه او اخروي روغتیا وغواړي.
والسّلام علیکم و رحمةاللّه و برکاته و تحیّاته
او پر تاسو دې سلام، د الله رحمت، برکتونه او درودونه وي.
سید مجتبی حسیني خامنهيي، ۲۱ اسفند ۱۴۰۴، د ۱۴۴۷ کال د روژې المبارک له ۲۲مې سره سمون
1) د بقرې سورت، د ۱۰۶م آیت یوه برخه