د خلیج فارس د ملي ورځې په مناسبت پیغام
دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن
بسماللهالرحمنالرحیم
د لوی بخښونکي او ډېر مهربان الله په نوم
زموږ د سیمې مسلمانو ملتونو، په ځانګړي ډول د اسلامي ایران شریفو خلکو ته د لوی خدای له بېبدیله نعمتونو څخه یو، د «خلیج فارس» نعمت دی؛ هغه نعمت چې له یوې اوبلنې پراخۍ هاخوا دی، زموږ د هویت او تمدن یوه برخه یې جوړه کړې، او د ملتونو د نښلولو ټکي سربېره، یې د هرمز په تنګي او له هغه وروسته د عمان په سمندر کې د نړیوال اقتصاد حیاتي او بېسارې لاره رامنځته کړې ده.
دې ستراتیژیکې پانګې په تېرو پېړیو کې د ډېرو شیطانانو طمع راپارولې ده، او د اروپايي او امریکایي بهرنیانو د مکررو تېریو سابقه، ناامني، زیانونه او د سیمې هېوادونو ته ډېر ګواښونه، د خلیج فارس د سیمې د اوسېدونکو پر ضد د نړۍ د مستکبرانو د شومو نقشو یوازې یوه برخه ده، چې تر ټولو نوې بېلګه یې د لوی شیطان وروستۍ زورزیاتۍ وې.
د ایران ملت، چې د خلیج فارس تر ټولو اوږده وچه غاړه لري، د خلیج فارس د خپلواکۍ او له بهرنیانو او تېری کوونکو سره د مقابلې په لار کې تر ټولو ډېرې قربانۍ ورکړې دي؛ د پرتګالیانو له ایستلو او د هرمز د تنګي له ازادولو څخه، چې د اردیبهشت د لسمې د خلیج فارس د ملي ورځې په توګه د نومولو بنسټ شوی، نیولې د هالنډ له استعمار سره تر مبارزې او همداراز د انګرېزي استعمار پر وړاندې د مقاومت تر حماسو پورې او ... خو اسلامي انقلاب د خلیج فارس له سیمې څخه د مستکبرانو د لاس لنډولو په برخه کې د دې مقاومتونو د بدلون ټکی و، او نن د نړۍ د زورواکو د تر ټولو لوی لښکرکشۍ او تېري او په خپله نقشه کې د امریکا د رسوا کوونکې ماتې له دوو میاشتو تېرېدو سره، د خلیج فارس او د هرمز د تنګي نوی فصل لیکل کېږي.
د خلیج فارس د سیمې ملتونه، چې د ډېرو کلونو لپاره د زورواکو او تېری کوونکو پر وړاندې د خپلو واکمنانو چوپتیا او ذلت منلو ته عادت شوي وو، په تېرو شپېتو ورځو کې یې د اردو او سپاه د سمندري ځواکونو د زړورو سړو د صلابت، هوښیارۍ او مجاهدت ښکلې څرګندونې، د ګران ایران د جنوبي سیمې د خلکو او ځوانانو د غیرت او اتلولۍ تر څنګ، د بهرنیانو د سلطې په ردولو کې په خپلو سترګو ولیدې.
نن د حق تعالی (جَلَّ و عَلا) په لورینو او د درېیمې تحمیلي جګړې د مظلومو شهیدانو، په ځانګړي ډول د اسلامي انقلاب د لوی شان لرونکي او لرې لیدونکي رهبر (اعلی الله مقامه الشریف) د وینې په برکت، نه یوازې د نړۍ د عامه افکارو او د سیمې د ملتونو ترمنځ، بلکې د هېوادونو سلطانانو او واکمنانو ته هم ثابته شوه چې د امریکایي بهرنیانو حضور او د خلیج فارس په خاورو کې د هغوی ځاله جوړول، په سیمه کې د ناامنۍ تر ټولو مهم لامل دی، او د امریکا تشې اډې د خپل امنیت د تامین توان هم نه لري، څه خو لا دا چې د امریکا له خوا د سیمې د تړلو او امریکا پالو د امنیت د تامین هیله وشي.
د الهي قوت او ځواک په مرسته، د خلیج فارس د سیمې روښانه راتلونکی به یو بې امریکا راتلونکی وي چې د هغې د ملتونو د پرمختګ، آرامۍ او هوساینې په خدمت کې به وي. موږ د خلیج فارس او د عمان سمندر په اوبلنه پراخۍ کې له خپلو ګاونډیانو سره «ګډ برخلیک» لرو، او هغه بهرنیان چې له زرګونو کیلومترو لرې څخه په طمع سره په کې شرارت کوي، په کې هېڅ ځای نه لري مګر د هغې د اوبو په تل کې. او د دې بریا لړۍ چې د لوی رب تبارک و تعالی په لطف، د مقاومت د تدبیرونو او سیاستونو او د پیاوړي ایران د ستراتیژۍ په سیوري کې ترسره شوې، د سیمې او نړۍ د نوي نظم پیل به وي.
نن د ایران د ملت معجزه ډوله پاڅون یوازې په هغو لسګونو میلیونو کسانو کې نه دی محدود پاتې چې له صهیونیزم او وینې تویوونکې امریکا سره د مبارزې لپاره د ځان قربانولو ته چمتو دي؛ بلکې د پاڅېدلي اسلامي امت د سره نښتو لیکو په مخ کې، په هېواد دننه او بهر نوي میلیونه غیرتي او شریف ایراني هېوادوال، ټول هویتي، معنوي، انساني، علمي، صنعتي ظرفیتونه او بنسټیزې او نوې ټکنالوژۍ ـ له نانو او بایو څخه نیولې تر اټومي او توغندیز پورې ـ خپله ملي پانګه ګڼي او د اوبلنو، وچو او هوايي پولو په څېر به یې ساتونکي وي.
اسلامي ایران به د هرمز پر تنګي د مدیریت د پلي کولو د نعمت په عملي شکر سره، د خلیج فارس سیمه خوندي کړي او له دې اوبلنې لارې څخه به د دښمن د ناوړه ګټې اخیستنو بساط ټول کړي. د هرمز د تنګي حقوقي قواعد او د نوي مدیریت پلي کول به د سیمې د ټولو ملتونو په ګټه آرامي او پرمختګ رامنځته کړي او اقتصادي ګټې به یې د ملت زړه خوشحاله کړي؛ بِاِذنِ الله وَلَو کَرِهَ الکافرون (د الله په اجازه، که څه هم کافران یې بد ګڼي).
سید مجتبی حسیني خامنهيي ۱۰/اردیبهشت/۱۴۰۵