دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن

بسم‌الله الرّحمن الرّحیم
د لوی بخښونکي او ډېر مهربان الله په نوم

پارسي ژبه د خبرو او لیکلو د وسیلې سربېره، د پېژندنې چوکاټ، د فکر د نښلولو تار او د ایرانیانو هویتي پولې جوړوي. پارسي ژبه او ادب په نړیواله کچه د اسلامي ایران د بډای کلتور او تمدن د خپرولو لپاره له تر ټولو لویو ظرفیتونو څخه یو دی؛ او د پارسي ژبې د پیاوړي کېدو په اړه زموږ د حکیم او شهید رهبر (اعلی الله مقامه الشریف) سپارښتنه د «ایراني ـ اسلامي تمدن» د ځواک د لارې څراغ دی.

د ایران ګران ملت په درېیمه سپېڅلې دفاع کې هم د تېرو دوو تحمیلي جګړو په څېر ثابته کړه چې د فردوسي اسطوره‌يي کیسې د هغوی د ژوند او اتلولي شخصیت واقعیت دی، او د شاهنامې انسان جوړوونکي، اتلولي او قرآني مفاهیم د ایران ټول قومونه او قشرونه د خپل هویت، اصالت او خپلواکۍ په ساتنه او له تېری کوونکو «ضحاک ډوله» کسانو سره په مبارزه کې یوزړي، ملګري او همغږي کوي. د حضور، دفاع او بریا دا حماسه د کلتور، ادب او هنر پر خلکو لوی مسؤلیت ږدي ترڅو د فردوسي په څېر پاڅېږي او د خلکو د بعثت په دوام کې د هنرمندانو بعثت رامنځته کړي؛ فکر، قلم او ژبه له هنر سره ګډ کړي او په تاریخ کې د ملت د ستر پاڅون روایت تلپاتې کړي.

له بلې خوا، د نړۍ د دیو خویه کسانو او شیطانانو د برید پر وړاندې غیرتي مقاومت او ویاړلې بریا ملت د تمدني خپلواکۍ د ساتنې او له ژبني، کلتوري او د امریکایي ژوند د طرز له برید سره د مقابلې لپاره لا چمتو کړی دی، ترڅو د کلتوري ډګر د فعالانو په نوښت او نوي والي سره، د ژبني او ګفتماني دفاع د تامین او د ماشومانو، تنکیو ځوانانو او ځوانانو د ودې او پرمختګ په لار کې، تر وروستۍ بریا پورې پاتې پړاوونه په لا ټینګښت سره ووهي، بِعَون الله تعالی (د لوی الله په مرسته).

سید مجتبی حسیني خامنه‌يي ۲۵/اردیبهشت/۱۴۰۵