دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن

بسم الله الرحمن الرحیم
د لوی بخښونکي او ډېر مهربان الله په نامه

د خپل ګران او مجاهد ورور، جناب شیخ نعیم قاسم، د حزب الله د عمومي منشي په خدمت کې (ادام الله عمره وعزّه وعافيته)

سلام علیکم و رحمة الله و برکاته (په تاسو دې سلام، د الله رحمت او برکتونه وي)؛ د اسلامي انقلاب د عظیم الشأن رهبر د شهادت په مناسبت ستاسو د تسلیت پیغام، او همدارنګه په حزب الله کې د لبناني مجاهدو وروڼو د مینې او محبت څرګندونه ما ته ورسېده.

بې له شکه د اسلامي نړۍ د تر ټولو کلکو دښمنانو، یعنې امریکا او په سیمه کې د هغې د نیابتي ځواک ـ سفاک صهیونیستي رژیم ـ پر وړاندې استقامت، ټینګار او صبر د شهید امام او قائد له تر ټولو برجسته ځانګړنو څخه و. دا مقاومت او پایښت د هغه ستر قائد د مشرۍ په اوږدو کلونو کې دوام درلود، او د حاج قاسم سلیماني او د پاسداران سپاه او اردو د نورو لوړپوړو قوماندانانو په څېر د ګرانبیه شهیدانو وړاندې کول د دې لارې د سموالي تر ټولو لوی شاهد دی.

شک نشته چې د اسلامي مقاومت تاریخ له مجاهدت، زړورتیا او شهادت غوښتنې ډک دی؛ د مقاومت قوماندانانو له نورو مجاهدینو مخکې په دې لاره کې خپل ځانونه قربان کړل، پرته له دې چې له کوم ګواښ څخه ووېرېږي. له شهید شیخ راغب حرب او سید عباس موسوي نیولې تر ګران شهید، د مقاومت سیدالشهداء سید حسن نصرالله او سید هاشم صفي الدین پورې، ټول د دې لارې او روش بېلګې وې.

تاسو چې پخپله په لبنان کې د دې مبارک مقاومت په لومړۍ کرښه کې یاست، نن په دې حساسه او تاریخي شېبه کې دا خوځښت رهبري کوئ. ستاسو د تدبیر، ځیرکتیا او زړورتیا په اړه د خپلې پېژندنې له مخې، هیله لرم چې وکولای شئ د صهیوني دښمن نقشې شنډې کړئ او هغوی مات کړئ، او یو ځل بیا د لبنان ګران ملت ته د آرامۍ او ویاړ خوند وڅکوئ.

یو ځل بیا په ټینګار سره اعلانوم چې د امام راحل او شهید قائد د لارې په دوام کې، د ایران اسلامي جمهوریت ثابت سیاست د صهیونیستي-امریکایي دښمن پر وړاندې د مقاومت د ملاتړ پر دوام ولاړ دی.

بیا هم ستاسو د همدردۍ له څرګندونې مننه کوم او ستاسو او ټولو ګرانو مجاهدو وروڼو لپاره د بریا او سرلوړۍ هیله لرم.

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته
په تاسو دې سلام، د الله رحمت او برکتونه وي.

سید مجتبی حسیني خامنه‌يي ۱۰/فروردین/۱۴۰۵ هـ.ش، له ۱۰/شوال/۱۴۴۷ هـ.ق سره سم