دا د اصلي فارسي متن ژباړه ده. اصلي فارسي متن

باسمه‌تعالی
د هغه په نامه چې لوړ او برتر دی

خپلو ګرانو بچیانو ته سلام؛

ستاسو د مینې ډک لیکونه مې ولوستل. له تاسو ځوانو او په ولولو ډکو محصلینو څخه د ډېرو مهربانیو مننه کوم، او ستاسو ټولو لپاره چې زما پر غاړه مو حق اېښی دی، ځانګړې دعا به کوم.

ستاسو په لیکونو کې، او د هغو ډېرو ځوانانو او محصلینو په لیکونو کې چې دا حقیر یې د خپل لطف او مینې وړ ګرځولی دی، د راتلونکي د جوړولو لپاره هوډ، اراده او د مسؤلیت احساس ځلېږي. دا ټینګ میثاق یو ګرانبیه امانت دی چې ریښې یې د سپیڅلي محمدي اسلام (صلی الله علیه وآله وسلم) په مکتب او د خمیني کبیر او شهید خامنه‌يي (اعلی الله مقامهما الشریف) په میراث کې دي، او زموږ ترمنځ د «ګډ عهد» د پیوستون رشته ده.

د دې موخې لپاره، څومره چې کولی شئ، ځانونه د علم، ایمان، د نفس د تهذیب، له الله سره د انس، او د قرآن او اهل بیتو (علیهم السلام) له معارفو سره د ژورې پېژندګلوۍ په وسله سمبال کړئ، او په دوه چنده کار او نوښت سره د ګران ایران پر ځواک او اقتدار ورزیات کړئ، ترڅو زموږ د مهربان مولا (عجل الله تعالی فرجه الشریف) په دعا، د ګډ عهد لښکرې د پرمختګ او اسلامي ـ ایراني تمدن د څوکو پر لور خپله لاره هر څه ښه او ژر تر ژره ووهي، ان شاء الله.

سید مجتبی حسیني خامنه‌يي
۶ آبان ۱۴۰۵